ایران سره د اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، ایران او افغانستان د سوله ییزو موخو ترلاسه کولو په موخه د اتومي همکاریو تړون لاسلیک کړ.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دغه تړون پر اساس به ایران افغانستان کې د ظرفیت لوړونې، بشري سرچینو، کرنې او روغتیا برخو کې همکاري کوي.
د راپورونو پر بنسټ د افغانستان د اتومي انرژۍ رییس ډاکتر شارن ایران ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې دغه تړون لاسلیک کړی دی.
راپورونه وایي، افغانستان هوډ لري چې د اتومي انرژۍ برخه کې د ایران له سوداګرۍ ګټه پورته کړي.
ایران ویلي، دغه سفر د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان په همکارۍ برابر شوی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments