ایران د طالبانو ملاتړ کوي

comments 0

127 Views

هندوکش – امریکا: امریکا یو ځل بیا ایران تورن کړ چې ګنې له طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران د منځني ختیځ په ګډون افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي او په سیمه کې ترهګري خپروي.
نوموړي همداراز ویلي، ایران جګړو اور ته نور هم لمن وهي او خطرناکې وسلې نړۍ ته لېږدوي.
ټرمپ ویلي، ایران د خلکو شتمني غلا کوي او بیا پرې له ترهګرۍ ملاتړ کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments