ایران: د سرحدي ځواکونو قومندان کابل ته راځي

comments 0

100 Views

هندوکش – ایران: ټاکل شوې چې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان کابل ته راشي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، جنرال قاسم رضايي د سې شنبې په ورځ کابل ته د افغان چارواکو سره د خبرو لپاره راځي.
رضايي ایراني رسنیو ته ویلي، موخه یې د پولې پر سر د دواړو خواوو همکاري او همداراز د پولو کنټرول په تړاو د شوې موافقې پر سر خبرې دي.
د رضايي په خبره له افغان چارواکو سره د پولې په شاوخوا کې د وروستیو نښتو په تړاو به هم بحث وکړي، چې دوه ایراني سرتیري په کې وژل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments