ایران: د اټومي تړون د محدودیت په اړه به خپله هېڅ ژمنه عملي نه کړي

comments 0

15 Views

هندوکش ــ ایران: ايران وايي له دې ورسته د يورانيمو پخولو کې د محدوديت په اړه خپلې کړې ژمنې نه مراعتوي.
د ايران دغه گام د امريکا له خوا عراق کې د ايراني جنرال قاسم سليماني تروژل کېدا وروسته دی چې ور سره د تهران او واشنگټن اړيکي لا ترينگلي شول.
په تهران کې کابینې تر یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د ایران حکومت پنځم او وروستي ګام سره له ټولو هغو ژمنو تېرېږي چې له شپږو قدرتونو سره یې د اټومي تړون پر مهال کړې وې.
پر دې بنسټ له دې وروسته ایران “د یورانیم بډایولو، د سلنې له مخې بډایولو، د بډایه شویو موادو کچې، څېړنې او پراختیا” په ګډون په یوه برخه کې هم له کوم محدودیت سره مخ نه دی او “د سانتریفیوجونو د شمېر محدودیت” هم ډډې ته کوي.
خو په بیان کې دا هم ویل شوي چې ایران د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره خپله همکاري کوي او د بندیزونو لرې کېدو او اټومي تړون له ګټو د برخمنېدو په حالت کې د اټومي تړون پر ژمنو بیا درېدو ته تیار دی.
نږدې شل میاشتې کېږي چې امریکا له اټومي تړون یو لوریزه وتله او پر ایران یې بندیزونو ولګول او په دغه موده کې د دې تړون د ژغورلو لپاره د نورو لوېدیځو هېوادونو هڅې بې ګټې وې.
اروپايي ټولنې بیا بیا له ایران غوښتي چې له اټومي تړونه ونه وځي، خو تهران دا ټولنه تورنوي چې د تړون خوندیتوب لپاره یې کوم کار نه دی کړی.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments