ایران د امریکا نورو بندیزونو سره مخ شو

comments 0

37 Views

هندوکش – ایران: د امریکا د خزانې وزارت وایي تازه یې د ایران پر دوو سوداګریزو شبکو بندیزونه لګولي دي.
سرچینه کاږي چې دغه شبکو یوې یې په امریکا کې د ټکنالوژۍ کمپنۍ په نښه کولې او سایبري بریدونه یې کول او بلې په هانګ کانګ کې ځينې فعالیتونه لرل او د ایران پوځ ته یې یورانیم برابرول.
امریکا وایي چې په همدې تړاو یې پر ګڼو کسانو بندیزونه لګولي دي. امریکا خبرداری ورکړی چې پر ایران به لا ډېر بندیزونه ولګول شي.
پر ایران داسې مهال تازه بندیزونه لګول کېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د بندیزونو د لرې کولو په شرط له امریکا سره خبرو ته تیاری ښودلی دی. خو امریکا برعکس پر دغه هېواد د لا ډېرو بندیزونو د لګولو خبر ورکوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments