ایران: د افغانستان د ثبات لپاره مرستې نه سپموو

comments 0

2 Views

هندوکش – چین: د ایران ولسمشر حسن روحاني له ولسمشر محمد اشرف غني سره په جدا لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې تل پاتې سوله د ټولو په ګټه ده او په دې برخه کې به خپلې هڅې او مرستې و نه سپموو.
د ایران ولسمشر د ولسمشر غني سره د شانګهای د غونډې په څنډه کې لیدلي او ویلي یې دي چې غواړي د سیمې له هېوادونو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
روحاني همداراز د افغان حکومت د اوربند وړاندیز ستایلی ویلي يې دي چې د دواړو خواوو هوکړه به د سولې او ثبات لامل شي.
ولسمشر غني بیا ایران سره همکاريو ته د افغانستان د ملي ګټو نوم ورکړ او ویې ویل، هېواد یې تیار دی چې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې له ایران سره همکاري وکړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments