ایران ته د ټرمپ ګواښ؛ که برید وکړئ په ایران کې د ننه به ۵۲ هدفونه په نښه کړو

comments 0

1 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا ولسمشر وروسته تر هغه د برید ګواښ وکړ، چې ایران پلوو ملېشو په عراق کې د امریکايي بنسټونو په نښه کولو ګواښ وکړ او د سلیماني د وژلو د غچ اخیستو اخطارونه یې ورکړل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ایران د امریکا پر ځواکونو او یا امریکايي بنسټونو برید وکړي، امریکا به د ایران د ننه ۵۲ هدفونه په نښه کړي.
نوموړي دا څرګندونې پر ټوېټر کړې او په بغداد کې یې د ایران د پوځي قومندان قاسم سلیماني د وژلو د پرېکړې دفاع کړې ده:
”۵۲ شمېره هغه عدد امریکایان وو چې په ۱۹۷۹ کال په تهران کې د امریکا سفارت کې برمته شوي وو.”
دی وايي: “ځینې دغه ځایونه ایران او د ایران کلتور ته ډېر اهمیت لري. دا ځایونه په نښه کېدای شياو ایران به د چټکو او قوي بریدونو شاهد وي. امریکا نور ګواښ نه غواړي.”
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د قاسم سلیماني د وژلو د غچ اخیستو ګواښ کړی، امریکا وايي قاسم سلیماني د نړۍ لوی ترهګر و.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments