ایران ته د امریکا نوی ګواښ

comments 0

29 Views

وروسته له دې چې امریکا د ایران د تیلو په صادراتو د بندیز لګلو خبرداری ورکړ ، ایران هم د امریکا د دې خبرداري په غبرګون کې د هرمز د تنګی د تړلو ګواښ وکړ .

اوس تازه راپورونه وايي چې امریکا د بهرونیو چارو وزیز مایک پمپیو ، ویلي که ایران د هرمز د تنګي د تړلو هڅه وکړي نو دوی یې هر ډول ځواب ته تیاری لري

مایک پمپیو په خپلو خبرو کې ویلي ، چې د ایران ۸۰ سلنه ګټه د تېلو د صادراتو له لارې لاسته راځي نو دوی غواړي یاد صادرات صفر ته راولي .

امریکا د ایران سره د اتومي تړون له وتلو وروسته یو شمېر هېوادونو لکه چین ، جاپان ، هند ، جنوبي کوریا تایوان ، ایتالیا ، ترکیې او یونان ته اجازه ورکړې وه چې د ایران سره دې سوداګري وکړي ، خو اوس امریکا د دوشنبه په ورځ دا سوداکریزه راکړه ورکړه هم ختمه کړه .

له یادو بندیزونو وروسته ایټالیا ، یونان او تایوان د ایران د تېلو واردات بند کړل ، خو یوازې چین د ایران څخه د تېلو صادراتو ته دوام وکوي ، چین ویلي چې د ایران سره یې تجارت قانوني او پر ایران باندې د امریکا د یو طرفه بندیزونو مخالف دی .

امریکا ایران تورونوي چې په منځني ختیځ کې نا امنۍ ته لمن وهي او د ترهګرو ملاتړ کوی ،نو د بندیزونو تر څنګ د ایران سپاه پاسدران ځواک هم د ترهګرو سازمان په لست کې شامل کړ ، خو ایران د امریکا ورته تورونه تل رد کړي دي .

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې تېره ورځ د پاکستان صدراعظم د ایران د لوړو چارواکو سره لیدلي ، چې له کبله یې د یو شمېر مسایلو تر څنګ د تروریزم سره د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي .

سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments