ایران به اوس څه کوي؛ عراق ویلي چې شیعه وسلوالې ډلې ځپو

comments 0

2 Views

هندوکش ـ عراق: مصطفی کاظمي د عراق اصلاح طلب صدراعظم وايي، حکومت یې په دې هېواد کې د وسلوالو ملېشو په وړاندې عملياتو ته چمتو دی.
د عراق صدراعظم په داسې حال کې د ملېشو په وړاندې د عملياتو او تقابل خبره کوي چې په عراق کې بيا د امريکا او ايران تقابل په زياتېدو دی.
په عراق کې د ايران له پلوه تمويل کېدونکې شيعه ملېشې شتون لري چې د ‌داعش سره د مبارزې په نوم جوړې شوې دي خو په اصل کې په سيمه او عراق کې د ايران په خوښه فعالیت کوي او د ايران ګټې ساتي.
عراق داسې یو هېواد دی چې د ايران نفوذ پکې زيات دی، د بلې خوا بيا په عراق کې امريکايي عسکر شتون او امريکا د ايران په وړاندې د خپل فعالیتونه د همدې ګاونډيو هېوادونو څخه تنظيموي.
څو مياشتې وړاندې امريکا په عراق کې د ايران د سپاه پاسداران ترټولو مهم او لوی مشر قاسم سلیماني وواژه چې دې پېښې عراق بيا د امريکا ا ايران ترمنځ د جنجال ډګر جوړ کړ.
د يوې خوا عراق په امریکا نيوکه وکړه چې د دوی د ملي حاکمیت خلاف حرکت کوي د بلې خوا ايران بیا د انتقام په پار په عراق کې په ځينو امريکايي قرارګاوو توغوندي وويشتل چې هېڅ ډول ځاني تلفات یې نه درلودل.
اوس چې تازه د ايران يو ستر اتومی پوه په تهران کې ووژل شو ایران د ملامتيا ګوته اسرايلو او امريکا ته ګوته ونیوه، پرون په سوریه کې بيا اسرایلي الوتکو او د سمندر څخه امريکايي بېړيو ايراني اهداف په نښه کړل او څو ايراني وسلوال یې ووژل.
د دې پېښو په غبرګون کې په عراق کې په څو ډيپلوماتيکو سيمو باندې تېره شپه بريدونه وشول چې عراقي ځواکونو یې دوه تنه ژوندي ونيول کومو چې د ايران د ملاتړه برخمنې شیعه ډلې سره تړاو درلود.
د دې برید سره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ايران غږ وکړ چې که په عراق کې يو امريکايی هم ووژل شي مسول به یې ايران وي.
په داسې حال کې چې نور عراق د امريکا او ايران د تقابل په ګرم مرکز بدلېدونکی دی د عراق صدراعظم نن ښار ته راوتلی و، د ځینو دیپلوماتیکو ساحو څخه يې ليدنه وکړه او ویې ويل چې عراق تيار دی د هغه ملېشو په وړاندې اقدام وکړي چې په دې هېواد کې د ناکراريو سبب کېږي.
ښکاري داسې چې په ايران باندې نورې ټولې لارې بندېږي، عراق چې ايران د خپل لاس لاندې هېواد باله اوس د دې هېواد له لاسه په وتلو دی، په سيمه کې ایران د يوې تباه کوونکې تنهایی سره مخ دی.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments