ایران او پاکستان په ګډه له طالبانو سره د هلمند په جګړه کې استخباراتي او تسليحاتي مرسته کوي/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

‎د سپاه پاسداران او آی ایس آی مشاورین او جنګیالي د هلمند په جګړه کې عملاً داخل شوي او د هلمند جګړه یې سخته او تنده کړې ده.
‎د ایراني طالبانو د مشر صدر ابراهیم ځانګړی نماینده ملا عبدالباري د هلمند له جګړې درې ورځې تر مخه په ناوه ولسوالۍ کې له ملاګل آغا او ملا محمدزي سره لیدلي و او دوی ته یې د جګړې لپاره 3,5 لکه ‌‌‌‌‌‌ډالر وکړل او د جګړې لپاره یې دوربین دار ماشیندار او ‌‌‌‌‌‌ډرون کمرې ورکړې.
‎ویل کیږي د هلمند د جګړې یوه پچلتیا دا هم ده چې امریکا پخپله هم غواړي چې طالبان دې په هلمند کې ځينې سیمې ونیسي او هلته دې د افغانستان د شته حکومت په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
پاکستان او او ایران هېڅکله هم نه غواړي، په افغانستان کې روانې نا امنۍ او جګړې کموالی پیدا کړي او یا بیخي ختمې شي.
د ډېرو موثقو معلوماتو په اساس چې کله د امريکا او تالب تر منځ د دوحې تړون وشو، نو د هېواد په جنوب غرب حوزه (کندهار، زابل، هلمند، فراه او.‌‌..) کې د تالبانو اکثره قوماندانان په کورونو کېناستل او جنگيالو ته يې امر وکړ چې جهاد پای ته ورسېده.
کله چې پنجاب خبر شو، پر تالب قوماندانانو يې فشار راوړ چې د کوېټې شورا هدایت ته په تمه شي، خو ډېريو دا خبره ونه منله ځکه ددوی دليل دا و چې جهاد پای ته ورسېده او امريکايان وځي چې د ځینو تالب قوماندانانو غږيز پيغامونه هم خپاره شول.
په نورو سيمو کې هم د تالبانو ليکې کمزوري شوي دي.
د پنجاب پوځ د تالب د قوي ښودلو لپاره د تېر په څېر مستقيماً په ساختگي ږيرو او ويښتانو کې جنگېږي، خو توپير دادی چې دا ځل ډلې، ډلې راځي ځکه د ناستو تالبانو تشه هم ډکوي.
د هلمند په جگړه کې ډېری پنجابيان هلاک شوي دي. دا دوه ورځې پرله پسې جنازې ور روانې دي. تاسو وینئ چې ټول تابوتونه ددوی دي او ډلييزه جنازه يې کوي.
ياالله ددې وطن غرور نور مه تورړې او ورباندې ورحمېږي.

Share this page to Telegram

Comments