ایران او عراق کې زلزلې ځاني او مالي تاوان اړولې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایران او عراق کې زلزلې ۱۴۱ کسان وژلي او څه باندې ۸۰۰ نور يې تپیان کړي دي.
د ایراني او عراقي رسنیو په وینا زلزله د ایران په لویدیځ او د عراق په شمال خیځو سیمو کې شوې ده.
رسنې زیاتوي چې د زلزلې کچه اووه عشاریه دوه ریختر درجې وه چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي.
زلزله د ایران په ځايي وخت د شپې ډېره ناوخته شوې، ځکه یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.
یادې زلزلې له امله ډیرې خلک د ایران کرمانشاه ولایت کې وژل شوي چې د رسنیو په وینا یاد ولایت کې ۱۲۹ کسان مړه شوي دي.
رسنیو د زلزلې مرکز د ایران له پولې سره د کورواک کوردستان د حلبچه ښار سوېل ته ښودلۍ.
ویل کېږي زلزله د ځمکې له مخ په ۳۳،۹ کیلومتره ژوروالي سره شوې ده.
خو بلخوا عراق کې هم زلزله شوې خو مالي تاوان پرته ځاني تاوان یې نه دې اړولې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *