ایران امریکا ته ګواښ وکړ

comments 0

1867 Views

هندوکش – ایران: د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ایران د نفتو د صادراتو د مخنیوي په صورت کې به د بصرې خلیج تنګي وتړي او ددې لارې نه به د تیلو صادراتو ته اجازه ورنکړي.
روحاني دا څرګندونې د نوموړي هیواد د سیمنان ولایت نه د لیدنې پر مهال خلکو ته په خپله وینا کې وکړې.
هغه وویل که چیرې امریکا د ایران د نفتو د صادراتو مخنیوی وکړي او مونږ د نفتو د پلورولو نه محروم کړي مونږ به هم متقابل ګامونه اوچت کړو.
هغه وویل چې امریکا غواړي چې ایران د نفتو د پلورلو نه محروم او په سیمه او نړۍ کې تجرید کړي.
هغه وویل چې امریکا به هیڅکله هم خپل هدف ته ونه رسیږي. د نړۍ سره زمونږ د تجارت مخنیوی کولای نشي. ایران به هم د سیمې او هم د نړۍ د هیوادونو سره خپلې کولتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکي وساتي.
روحاني وویل چې واشنګټن غواړي چې په ایران د تحریمونو سره په سیمه کې خپلو موخو ته ورسیږي. امریکا باید پدې خبره ښه پوه شي چې ایران د نفتو صادراتو او تجارت ته دوام ورکوي. دوي په هیڅډول د ایران د نفتو د صادراتو او تجارت مخه نشي نیولی. امریکا ددې خبرې توان او طاقت نلري.
روحاني ګواښ وکړ که چیرې امریکا یوه ورځ هم د ایران د نفتو د صادراتو د مخنیوي هڅه وکړي د بصرې خلیج به د هغوې پر مخ وتړو. ددې خلیج نه به هیچا ته د تیلو د تیرولو او صادرولو اجازه ورنکړو.
هغه وویل چې ایران د عراق، ترکیې، اذربایجان، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان ، افغانستان، پاکستان، عمان، قطر او کویټ په څیر د ګاونډیو هیوادونو سره ډیرې ښې او صمیمي اړیکي لري او ددې اسلامي ګاونډیو هیوادونو سره به يي همکاري او اړیکې لا پسې قوي کړي.
هغه وویل چې امریکا غواړي د ایران او اروپايي هیوادونو ترمنځه اړیکې خرابې کړي. هغوې غواړي چې چین، هندوستان او ګاونډي هیوادونه د ایران نه جلا کړي . امریکا په سیمه کې د ایران دښمنۍ سیاستونو او کړنو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې مونږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره دښمن نه یو او نه به هم کله دښمني وکړو. د پيړیو پيړیو راهیسې مو ډیرې ښې اړیکې درلودلي دي او ددینه وروسته به هم دوام وکړي. امریکا د ګاونډیو هیوادونو او ایران ترمنځه به د تفرقې په رامنځته کولو بریالی نشي. .
هغه وویل چې په اصل کې مونږ د ۴۰ کلني مبارزې او مجادلې نه وروسته د امریکا په مقابل کې ډیر ستر ظفر او بری ترلاسه کړی دی.
د امریکا دا ټول قهر او غضب په اصل کې د همدې خبرې نه سرچینه اخلي. دا چې امریکا د ایران د خلکو په مقابل کې ماتې سره مخامخ شوی دی دا خبره زغملی نشي. هغه وویل چې ایران نن ورځ د امریکا او اسراییلو پر وړانډې یو ډیر ستر اغزی او قوي قدرت دی. دوی مونږ زغملی نشي.
روحاني وویل چې هیواد يي د هیڅډول د کوم بحران سره مخامخ ندی او انشاالله چې مخامخ به نشي. انفلاسیون او بې کاري دا هیواد د ګواښ سره مخامخ کړی ندی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments