ایران: افغانستان په اړه د تړمپ څرګندونې نړیوال امنیت ته ګواښ دي

comments 0

7213 Views

هندوکش – ایران: ایراني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ټرمپ څرګندونې له تعصب او نژاد پالنې ډکې دي او دا نړیوال امنیت ته ګواښ دی.
د رسنیو په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، ټرمپ ویلي چې که لس میلیونه افغانان ووژني نو افغان جګړه په څو ورځو کې ګټي.
دده په خبره د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا وحشت ښيي او دا ثابتوي چې ټرمپ یو معتصب او نژادپالی انسان دی.
نوموړي ویلي دوی د خپل ورور هېواد افغانستان تر څنګ دي او ددغه هېواد په اړه ورته څرګندونې غندي.
ایران ټینګار کړی چې له افغانستان سره به د اړیکو په پراختیا کې نور ګامونه هم اخلي. موسوي دغه راز ویلي چې د ټرمپ له لوري د ورته څرګندونو دوام به نړیوال امنیت ته هم جدي خطرونه پيښ کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments