ایراني چارواکي د طالبانو ويندویي کوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د راپورونو له مخې ایراني چارواکي په رسنیو کې د طالبانو داسې دفاع کوي لکه طالب ويندويان.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې په نظام کې طالبانو ته د ونډې ورکړې په برخه کې د ایراني چارواکو دريځ د طالب ويندويان دريځ دی.
نوموړی وړاندې وايي چې ایران که رښتيا په سیمه کې ثبات غواړي اول پيل يي باید له ځانه وکړي او په ياد هیواد کې دې مجاهدين خلق ډلې او سني مسلمانانو ته د ژوند حق ورکړي.
ياده دې وي چې پر طالبانو د ایران نفوذ وروسته تر هغه ډير شو چې تهران په زاهدان کې طالبانو ته د جلب او جذب لپاره دفتر ورکړ، په افغانستان کې يي طالب وسله والو ته وسلې، پيسې او روزونکي ورکړل.
په تیروڅو مياشتو کې په څو ولايتونو کې نوې ایرانۍ وسلې هم افغان ځواکونو نيولي دي.
بلخوا په لويديځ او سويل کې بیا د ایران ډير تمرکز دادی چې باید د افغانستان اوبو مديریت نشي او ياد هیواد ته همداسې وړيا ور روانې وي.
په ورته وخت کې شنونکي وايي چې ایران د طالبانو په منځ کې د شيعه افغانانو د فاطميون ډله هم ځای پر ځای کړې چې په مشخص ډول ایراني ګټو ته کار کوي.
بلخوا پر طالبانو د ایران له نفوذه ښکاري چې ياد هیواد طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خوښې پرتې حرکت وکړي چې ښه بیلګه يي د جدي په ناسته کې تر ګډون مخکې ایران ته د طالب پلاوي سفر او د سعودي په ناسته کې د نه ګډون خبره وه.
ایران چې د افغانستان قسم خوړلی دښمن دی له فرهنګي، سياسي، اقتصادي او جنګې لارې هڅه کوي چې په دې وطن کې بل اور ته ځان تود کړي او د داعش او طالب په نوم ډيرو پټو او ښکاره ډلو ملاتړ هم کوي.
بلخوا ایران په افغانستان کې فرهنګي يرغل هم پيل کړی دی چې ويل کیږي ډير سياستوال، يو شمير مشخص ديني علما او د يو شمېر فرهنګي مرکزونو مسولین يي ښکاره جاسوسان دي.
ایران چې اوس له طالبانو غواړي استفاده وکړي هڅه يي داده چې په افغانستان کې لاسپوڅی نظام وي څو دوی ترې ګټه پورته کړي.
ياده دې وي چې طالبان په افغانستان کې د ایران او روسيي په خوښه کارونه کوي.
پاکستان غواړي د طالبانو پر مټ ډيورنډ کرښه رسمي شي او د افغانستان ځينې سيمې هم دوی ته وسپارل شي او ایران بیا برعکس هڅه کوي چې په صفري او له ياد هیواد سره په سرحدي سیمو کې ناامني وي چې دوی وړيا اوبو تر لاسه کړي او هم خپلې پټې روزل شوې ترهګرې ډلې په افغان خاوره کې د نورو پر ضد وکاروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments