ایراني ځواکونو پر سوریه بریدونه وکړل

comments 0

3 Views

هندوکش ـ ایران: د سپاه پاسداران نظامي چارواکي وايي د سوریې لویدیځ ته یې پر پوځي پریډ د برید په ځواب کې میزایل توغولي دي.
د ایرنا په نوم د ایران دولتي تلویزیون ویلي د توغول شوي توغندي له امله یې سوریه کې وسله والو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
ایراني ځواکونه وروسته له هغې پر سوریې توغندی توغولی چې د ایران په اهواز ښار کې پر پوځي پریډ برید شاوخوا ۲۵ تنه و وژل او له ۶۰ زیات یې ټپیان کړل.
ایران په دغه بریدونو کې عرب هیوادونه ملامتوي خو داعش ډلې له خپلې انټرنیټي پاڼې د دغو بریدونو انځورونه خپاره کړي دي.
ایران کې یوې عربي سخت دریځې ډلې هم د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی خو د برید کوونکي تر اوسه په سمه توګه نه دي پیژندل شوي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments