ایراني ځواکونو پرپوله درې کسان وژلي

comments 0

8 Views

هندوکش ـ ایران: ایراني ځواکونو له افغانستان سره په نږدې پوله کې په ډزو درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران پوله ساتو ځواکونو پر دغو کسانو هغه مهال برید وکړ چې غوښتل یې له افغانستان څخه ایران ته ننوځي.
د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان قاسم رضايي ویلي، له دغو کسانو څخه یو یې قاچاق وړونکی و او ورسره وسلې هم موندل شوي.
رضايي ویلي، یو بل یې ټپي شوی او بل هغه تسلیم شوی دی.
ویل کېږي دغه پېښه د ایران سوېلي خراسان ولایت سره په پوله شوې ده.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments