ایتوپیا کې د لوېدلې الوتکې ۱۴۹ سپرلۍ وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – سرچینې: یوه ایتوپیایي مسافر وړونکې بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه چې له ادیس ښار نه د کینیا ابابا ته پر لاره وه را غورځېدلې ده او پکې د اته تنه عملې په ګډون ټول ۱۴۹ سپرلۍ وژل شوي دي.
د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد پر ټویټر لیکلي، له ټولو هغو کورنیو سره غمشریکي ښيي، چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي دي.
یوه ویاند ویلي، الوتکه د ایتوپیا پلازمېنې له هوايي ډګره تر پورته کېدا لږ وروسته لوېدلې ده، که څه هم د الوتکې د لوېدو ځای ته بېړنۍ ډلې تللي؛ خو تر اوسه یې کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments