ایا پوهېږئ چې په موټر چلولو کې د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد کوم یو دی؟

comments 0

1 Views

په سعودي عربستان کې په هر ساعت کې يو ځوان هلک يا جينکۍ د موټر چلولو په پېښه کې ددې هېواد د سړکونو په سر يا په روغتون کې ژوند له لاسه ورکوي چې له امله يې د خبرونو پر بنسټ سعودي عربستان د موټر د ټکر او اوښتلو په پېښو کې د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد بلل کېږي او د لړ په سرکې ځاى لري .
د رياض د موټرچلولو او لارښوونې ادارې د راپور پر بنسټ ددې پېښو زياتره قربانيان د٢١ او ٢٥ کلونو تر منځ ځوانان دي له دې وروسته د٢٦ تر ٣٠ کلونو په منگ پاخه ځوانان دي. سعودي عربستان له تېرو شلو کلونو راهيسې د موټر چلولو په بد لړکې ځاى لري ددې پېښوعمده لامل د ځوانانو له خوا د موټر له حده ګړندى چلول او ټرافيکي نښې په پام کې نه نيول دي چې د سعودي عربستان زياتره وګړي يې چندان په کيسه کې نه دي .

Share this page to Telegram

Comments