ایا پر جنازه به وحشي برید وکړي؟

comments 0

1 Views

وحشي ځناور به هم لږ رحم ولري، خو طالب، داعش او حقاني شبکې وسله وال دا رحم نه لري او تر وحشي ځناور هم بدتر دي.
د طالب او نورو ترهګرو له اعمالو انسانیت شرمیږي، خو طالب او نورې ترهګرې ډلې بیا هم خپلو اعمالو ته توجیه لټوي.
تاسو ولیدل چې ننګرهار کوز کونړ یا ښیوې ولسوالۍ کې یو وحشي ځناور د جنازې پر مراسمو برید وکړ، ۲۴ کسان یې شهیدان کړل او ۶۸ نور ټپيان کړل.
دا برید څنګه شوی او ولې شوی ځینې برخې یې روښانه دي.
یو دا چې دا ډول بریدونه انسان نه شي کولی، طالب او نورې ترهګرې ډلې په کاذبو تبلیغاتو باندې لومړی یو جاهله کس ځناور کړي او بیا یې داسې بریدونو ته هڅوي.
زه باور لرم چې دې ځانمرګي بریدګر به د دې برید پرسر پیسې نه وي اخیستې، یواځې دومره چې طالب او نورو ترهګرو ځناورو به هغه ته د جنت او حورو حوس ورکړی وي، او د دې خلکو د وژلو کیدو جواز به یې ورته پيدا کړی و.
زموږ ټولنه کې ډير جاهله کسان شته چې هیڅ عقل نه لري او دوه خبرې هم پرې اغیز کوي او هر څه چې ورته څوک ووایي، همغسې کوي.
د ښيوې ولسوالۍ د سیمه ییز پولیسو قومندان شیخ اکرم چې د زړه د ناورغۍ له کبله مړ شوی و، د سه شنبې په ورځ یوولس بجې یې ښېوې ولسوالۍ کې جنازه وه.
کله چې جنازې لپاره صفونه برابر شوي او جنازې ته لږ وخت پاتې و، دا ځناور د جنازې د ګډونوالو منځ ته دننه شوی او هلته یې برید کړی دی.
د دې برید ټول ګډونوال ملکی وګړي او ځایي خلک دي چې هیڅ جواز یې نه درلود، هسې هم د ټولو افغانانو مرګ جواز نه لري، خو د طالب او نورو ترهګرو ډلو په کاذب دلیل دولت سره جګړه روا بولي.
نو بیا ملکي وګړي په داسې حال کې ولې په نښه کیږي چې هغوی د یو مړي جنازه کوي، دا خو د عبادت مراسم دي او هر څوک پکې باید د اسلام له نظره خوندي وي.
خو طالب او نورې ترهګرې ډلې اسلام د شخصي ګټو لپاره کاروي او هر هغه کار کوي چې اسلام څه ان اسلامیت یې اجازه نه ورکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالب او نورې ترهګرې ډلې جنازې مراسمو او یا جوماتونو باندې برید کوي.
تر دې وړاندې هم دې ځناورو جنازې او نور عبادت ځایونو کې بریدونه کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په جنازه کې برید هیڅ اسلامي او انساني توجیه نه لري، خو طالب او نورې ترهګرې ډلې د دې د پاسه هم اسلام سپر کوي او ځان ته انسانان وایي.
افغان ځواکونه به د دې برید ځواب ترهګرو ډلو ته وایي او هيڅکله به د افغانانو وینه همداسې بې پوره پاتې نه شي.
لکه تاسو چې ولیدل داعش او طالب په ننګرهار کې او نورو سیمو کې نابود شو، یواځې ځینې وحشي ځناور یې سوړو کې پټ دي، همداسې به یوه درځ دا ځناور هم پيدا او په سزا به ورسیږي.
د طالب او نورو ترهګرو هم دې دنیا کې له رسوايي سره مخ دي او هم به هغه دنیا کې د خلکو د وینو تویونو له کبله ابدي جهنم کې پراته وي.
لیکوال: عبدالمنان توحیدیار

Share this page to Telegram

Comments