ایا له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه پای ته رسېږي؟

comments 0

310 Views

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي سوله د بهرنیو ترهګریزو ډلو سره نه کېږي خو دې کې شک نه شته چې دغو ډلو ته طالبانو د فعالیت مناسب بستر برابر کړی.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، له طالبانو سره د سولې وروسته بهرنۍ ترهګریزې ډلې د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي.
جاوېد فیصل وویل: “له خوارجو سره سوله نه کېږي، هغوي د دې وطن اتباع نه دي، سوله یوازې له افغانانو سره کېږي، کله، چې له طالب سره سوله وشي، دا نورې ډلې دلته د خپل فعالیت خوندي بستر له لاسه ورکوي او ټغر یې په اسانۍ سره ټولېدای شي.”
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره عملاً د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت مذکرات روان دي.
خو له دې سره په افغانستان کې پوښتنې پیدا شوي چې ایا له طالبانو سره له سولې وروسته جګړه پای ته رسېږي؟
دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې بمې چاودنې او انتحاري بریدونه وشول خو هیڅ وسله والې ډلې يې مسئولیت ونه مانه.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی محب شریف بیا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د جګړې دوام مشروط بولي.
شریف وویل: “که طالبان خپلې اړیکې له القاعدې ډلې سره پرې کړي نو په دې صورت کې نورې وړې وسله والې ډلې هم نه شي کولای چې بیا جګړه مخته یوسي.”
دی وايي ښايي په دې هېواد کې ټولې شل وسله والې ډلې ترهګریز فعالیتونه ونه لري خو له دې وړاندې افغان حکومت بار بار ویلي چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په ګډون نږدې شل بېلابېلې وسله والې ډلې افغان ضد فعالیتونه ترسره کوي چې حکومت يې په ځپلو بوخت دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments