ایا غواړﺉ پرته له عملیاته د زړه رګونه خلاص شي؟

comments 0

1 Views

ایا غواړﺉ پرته له عملیاته د زړه رګونه، د بدن رګونه مو په ټولیز ډول د غوړو (کلسټرولو) څخه خلاص سي؟
نو د ابو علی سینا بلخي وړاندیز ته مخ کړﺉ چي په آلمان کې د آرلانګن پوهنتون په څیړنیز مرکز کې هم جوته سوې (تثبیت سوی) چې ژباړه یې په لاندې ډول ده:
٢٠٠گرامه اوږه ، 7 دانی ترُش لوی لوی لیمو سره ګډ کړی او یو لیټر اوبه (څلور «4» ګیلاسه) اوبه ور اضافه کړی ، او په خام اور يى سه وجو شوی بیا دا ترکیب سوړ کړی، کله چې لږ سوړ سو بیا یوه قاچوغه شات ورسره اضافه کړﺉ او هغه په یخچال کې وساتی او هره شپه وروسته د ماښام څخه یو یو ګیلاس وڅه ښی خو دا لړۍ به د 20 شپو لپاره ادامه ورکوئ.
وروسته د شلو ورځو څخه یوه هفته وقفه ورکړی (وتمیږی)، پس له یوې هفتي څخه يې بیرته پېل کړﺉ دا لړۍ به بیرته تکرار کړی، ټول رګونه چي په بدن کې دي بلخصوص د زړه رګونه خلاصیږي او د رګونو تر مینځ څه غوړ چې وي ټول په ټولیز ډول سوځي.
دا د ټولو خلکو لپاره توصیه کوي، د نورمال خلکو لپاره چي په سختو ناروغیو تر اوسه نوي اخته سوي هم دا کار ترسره کولای سي، هغه خلکو لپاره چي ډاکټر ورته د عملیاتو په اړه خبري کړي وي او جوته سوي وي چي یو ځل باید عملیات وکړي هغه خلک هم کولای سي مخکې د عملیاته دا کار ترسره کړي، کیدای سي وروسته د دغه امتحان څخه هیڅ ډول ستونزه ونلري.
که چیرته د زړه تکلیف لري، مخکې ددغه عمليې د اجرا څخه د خپل ډاکټر سره په اړیکه کې سئ.
څرنگه چى اوږه ډېره گرمه ده نو ځينى خلگ شايد د بدن خارشت ورسره پيدا كوي.

Share this page to Telegram

Comments