ایا طالبان به د پآکستان له انحصار ووځي/ عبدالمنان توحید یار

comments 0

0 Views

اوس چې د سولې خبرې ګرمې روانې دي او په دې تړاو افغان حکومت توانیدلی چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کړي، لا هم پاکستان د سولې پروړاندې خنډ دی.
که پاکستان د طالبانو له ملاتړ لاس وا نه خلي او طالبان د پآکستان له انحصار ځان خلاص نه کړي، ستونزمنه ده چې دا پروسه بریالی شي اوجګړه پای ته ورسیږي.
ځینې په دې فکر دي چې ګنې که د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي جګړه ختمیږي، خو نه فکر بیخي غلط دی، ځکه طالبان خو له امریکا سره په جګړه نه دي ، له افغانانو او افغان دولت سره په جګړه دي، نو بیا څنګه کیدلی شي چې د طالبانو او امریکا هوکړه د تاوتریخوالي کمیدو کې مرسته وکړي.
طالبان چې له وخت مخکې د بهرنیوځواکونو وتلو باندې ټينګار کوي، یولامل دا دی چې طالبان په دې فکر دي که بهرني ځواکونه ووځي، دوی به یو ځل بیا د جګړې ډګر ازاد پاتې شي او له هوایي بریدونو او ځانګړو عملیاتو به خلاص شي.
طالبان اوس هم په دې فکر دي چې ځانګړي او شپني عملیات بهرنی ځواکونه کوي، خو خبر نه دي چې اوس افغان ځانګړي ځواکونه ۹۹ سلنه عملیات خپله پلانوي او ترسره کوي یې چې د طالبانو زیات شمېر مشران یې پکې جهنم ته لیږلي دي.
نن کابل کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خبري کنفرانس و چې ځینو مهمو نقطو ته یې اشاره درلودله.
امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د خلیلزاد د سفر په تړاو وویل چې کابل ته د خلیلزاد وروستی سفر د امریکایي پوهنتون د هغو استادانو د خوشې کیدو په تړاو و چې د طالبانو زندان کې دي.
هغه ډاډ وښود چې د استادانو خوشې کیدو کې افغان حکومت هم له امریکا سره همکاري کوي، ځکه همدا استادان و چې افغان ځوانانو ته یې زده کړې ورکولې او حق لري چې افغان حکومت یې په خوشې کیدو کې همکاري وکړي.
په دې تړاو د طالبانو هغه تبلیغات بې ځایه دي چې ګنې امریکایي پوهنتون استادان به د انس حقاني په بدل کې خوشې کیږي، د انس حقاني معامله د طالبانو او افغان حکومت ده او د بهرنیو استادانو خوشې کیدو موضوع د امریکا او طالبانو ده.
محب د سولې پروسې ته په اشارې هغه طرحه یاده کړه چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره چمتو کړې ده.
هغه وویل چې حکومت د سولې لپاره جامع طرحه وړاندې کړې او د عملي کولو لپاره يې چمتووالی نیول شو، افغان حکومت په دې اړه د ملي او نړيوالې اجماع لپاره کار کیږي، دا طرحه اوه مادو کې لیکل شوې چې بهرنیو هېوادونو یې ملاتړ کړی او سولې ته د رسیدو لپاره یې یوه ښه طرحه یاده کړې چې کولی شي افغانان تلپاتې سولې ته ورسوي.
محب په دې خبري کنفرانس کې پر طالبانو نیوکه کړې چې د پردیو په انحصار کې دي او ځینې قومندانان یې له داعش سره یو ځای شوي دي.
د مالوماتو له مخې طالبان د نشه‌يي توکو قاچاقبرو، جرمي شبکو او ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لري او اړتیا ده چې د دې ټولو موضوعاتو په تړاو افغان ولس ته وضاحت ورکړي.
له دې ورهاخوا د طالبانو خپل پخوانی یووالی نه دی پاتې، ځینې ډلې جلا شوي او ځینې نور قومندانان یې له داعش سره یو ځای شوي چې دا موضوع تلپاتې سولې په تړاو اندیښنې راپورته کړي دي.
طالبانو سره سوله لومړیتوب دی، خو دا سوله باید تلپاتې او باعزته وي، نه دا چې طالبانو مشران راشي، امتیاز واخلي او وسله والې ډلې یې تر بل بیرغ لاندې فعالیت پيل کړي او جګړه دوام پيدا کړي.
نو د دې لپاره مهمه ده چې طالبان خپله خپلواکي وښيي او دا ښکاره کړي چې د سولې له هوکړې وروسته به هیڅ ډول تاوتریخوالی دوام نه کوي.

Share this page to Telegram

Comments