اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا ورکړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې د شورا د دارالانشا ریس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي له دنډې استعفا ورکړه.
نوموړې چې د ځینو په آنډ ولسمشر ته نږډې کس بلل کیده په داسې حال کې استفا ورکړه چې د راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې نیټه هم اعلانه شوې ده.
نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده، خو وايي چې له حکومت سره به خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي او د ولسمشر د برنامو ملاتړی دی.
په دې وروستیو کې د ولسمشر ډېرو نږدې کسانو له خپلو دندو استفعا کړې ده. نه یوازې د ولسمشر ملګرو بلکې د ملي یووالي په حکومت کې ډېرو مهمو څېرو او چارواکو له خپلو دندو استفعا کړې ده، چې د ډېری دې نوماندانو موخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځان نوماندول دي. خو دا چې د اکرم خپلواک موخه به له دې استفعا څه وي په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments