اکثره اروپايي هېوادونو د خپلو پولو د بېرته پرانیستو خبر ورکړ

comments 0

1 Views

هندوکش ــ اروپا: ډېر اروپایي هېوادونه په یوه بیساري اقدام کې نن او سبا خپلې پولې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې له درېیو میاشتیو راهیسې تړلې وې، بېرته د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ پرانېزي.
جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او د چک جمهوریت نن خپلې پولې پرانېزي او اتریش هم سبا.
د اروپایي هېوادونو دغه ګډ اقدام وروسته له هغې کېږي چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې اتحادیې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه وکړه چې هرڅومره ژر چې کېدای شي خپلې پولې بېرته پرانېزي.
د پولو پرانیستل تر ډېره د اروپایي اتحادیې، بریتانیا او د شینګین د غړیو هېوادونو پر وګړیو اغېز کوي.
خو د دغو پولو له پرانیستلو سره سره هر هېواد د کرونا ویروس د آزموینې، قرنطین او د سفر کولو د ځانګړو سپارښتونو په ګډون ځانته مقرارات پلې کوي.
محمد حینف بیدار

Share this page to Telegram

Comments