اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې یو سل اووه اتيا کورنيو سره د ژمنيو توکو، اشپز خانې وسایلو او نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د يونيسف او جاپان پليټ فارم موسسې له لوري ۱۸۷ کورنيو سره د ژمنيو توکو، اشپز خانې وسايلو او نغدي مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې سل کډوالو کورنیو سره د جاپان پلیټ فارم موسسې له لوري نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته شپږ زره اته سوه اتيا افغانۍ ورکړل شوې.
فقیرزي زیاته کړه چې له چپرهار او خوږیاڼيو ولسواليو څخه پر بې ځایه شوو ۸۷ کورنيو د يونيسف ادارې له لوري ژمني توکي او د اشپز خانې وسایل وويشل شول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *