اچین کې پر داعش برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کې د پنځه داعش جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی.
د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې هوایې برید کړی چې پنځه داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په هوایې برید کې د داعش وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
چارواکي وایې پېښه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی او په یاده سیمه کې داعش تر تعقیب لاندې دي چې هره ورځ په نخښه کیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply