اچین پر داعش هوايي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د پوځ مسوولین وايي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قومندان په ګډون لس داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ملي اردو له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د هوایي بریدونو له امله د یوه قومندان په ګډون لس داعش وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼه لیکي، په یادو بریدونو کې د سیمې خلکو او افغان ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
اچین په ننګرهارکې هغه ولسوالي ده چې داعش وسله والو ترې لومړی سرراپورته کړ او اوس د افغان ځواکونوتر سخت برید لاندې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply