ايټالوى پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- پياز يوه دانه .
2- د چرګ ښوروا يو كيلو .
3- ورجي 500 ګرامه .
4- غوړي يا كوچي د ضرورت په اندازه .
5- پوڅه يوه ښوروا خوري كاچغه.
د تیارولو طریقه:
پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سور كړى، كله چي طلايې رنـګه سو، ورجي ور واچوى او سره وې وهى، بيا د ورجو دوه برابره د چرګ ښوروا ور واچوى او وې ايشوى. وروسته د اور حرارت ور لږ كړى او تر 30 دقيقو پوري ورجي پر ملايم اور پخې كړۍ .
له هېره ونه باسى چي كله كله ورجي په كفګيرسره وهى څو په دېګ پوري ونه نښلي.د ورجو تر سړېدو د مخه يوه كاچغه پوڅه باندي وشيندۍ

Share this page to Telegram

Comments