اوژا

comments 0

0 Views

اړین توکي
رومي بادنجان _ 6 دانې
دلمه ای مرچک _ 3 دانې
ساسچ _ 6 دانې
اوږه _ یوه غوزه
د چرګې هګۍ _ 6 دانې
دارچین _ یوه قاشوغه
هندي جوز _ 2 دانې
زیتون _ نیم ګیلاس
مالګه ، تور مرچک _ د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه
لومړی غوړي پداسې لوښي کې چې ناسوز وي اچوو او ګرموو یې ، اوږه میده کوو او غوړیو ته یې اچوو تر څو لږ سره شي ، دلمه مرچ خلال کوو غوړیو ته یې اچوو ، د حرارت اندازه کموو د رومیانو پر سر جوش شوې اوبه اچوو پوست کوو یې او او ټوټه کوو یې وروسته هغه غوړیو ته وراضافه کوو ، وروسته هندي جوز رنده کوو له تورو مرچکو ، مالګې او دارچینو سره یې غوړیو ته وراچوو پرېږدو یې تر څو په آرامه وخوټيږي تر څو د رومیانو اوبه ووځي ، وروسته ساسچونه په منځ نیموو او د رومیانو پر سر یې اضافه کوو ، هګۍ په بېل لوښي کې ماتوو ، لږ مالګه او تور مرچک ور زیاتوو ، او د برقي مکسر په مرسته یې ښه ګ‌‌‌‌‌‌ډوو وروسته د داش په پنجره دا مواد ږدو تر څو په ملایم حرارت سره هګۍ ځان ونیسي او اوژا په همدې لوښي کې دسترخوان ته وړو .
د یادونې وړ ده چې اوژا یو تونسي خواړه دي .
نوش جان

Share this page to Telegram

Comments