اوه طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو یو قومندان له پنځه ملګرو او وسلو سره یو ځای د سولې له پروسې سره یو ځای شوی او په سره رود ولسوالۍ کې یو طالب له جګړې لاس واخیست او وسله یې دولت ته وسپارله.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د خوږیاڼو په سنګاني سیمه کې د ملا افسر په نوم طالب قومندان چې په صابر مشهور و، له جګړې لاس واخیست او د پنځه ملګرو، یو میل راکټ،یو میل پیکا،یو میل کلاشینکوف،دوه میله کره بین ټوپک او یوه مخابرې یې د ملي اردو ځواکونو ته په سیمه کې وسپارله .
د خوږیاڼي په خبره، صابر ژمنه وکړه،چې له دې وروسته به د خپلو نورو هېوادوالو په څېر د وطن د ابادۍ په برخه کې ونډه واخلي او ډاډ یې ورکړ،چې یو شمیر نورو ملګرې به هم ژر تر ژره د سولې بهیر سره یو ځای کړي .
د ملي اردو څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد نسیم سنګین یو ځای شوو طالبانو څخه مننه وکړه،چې د جګړې ترخه لار یې د تل لپاره پرېښوده .
د یو بل خبر له مخې په سره رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې د کشفي او امنیتي ارګانونو د هلو ځلو په ترڅ کې د سید عمر په نوم د وسله والو طالبانو یو سرګروپ د یو میل راکټ انداز شپږ فیره د راکټ مرمیو ، یو میل کلاشینکوف،څلورعدد شاژرونو او همدا راز د بازمحمد په نوم یو تن وسله وال طالب د یو میل کره بین او یو میل تفنګچې سره یو ځای د سولی روان بهیرسره یو ځای شول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *