اوس به پوه شوي یئ چې د سولې فعال فیض محمد ځلاند څومره د افغانانو د وینو تږی دی/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

پر ټولنیزو رسنیو د کابل پوهنتون د استاد فیض محمد ځلاند یو غږیز کلېپ خپور شو، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اوربند مخالفت کوي او دا کار د دغې ډلې په ګټه نه بولي.
ښاغلی ځلاند په خپلو خبرو کې طالب مشران مخاطب کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدا غوښتنه کوي.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام وايي طالبان باید اوربند ونه کړي، ځکه دا کار د دغې ډلې په زیان دی.
ځلاند وړاندې وايي طالبان باید د ځینو سیمو د نیولو هڅه وکړي او جګړه لا پسې زیاته کړي تر څو د مذکراتو پر مېز یې قوت ثابت پاتې شي.
سړی حیران شي، ځلاند د کابل پوهنتون برحال استاد دی، د همدغه حکومت معاش او امتیاز اخلي، خو طالبانو ته د ښارونو نیولو وړاندیز کوي او ورته وايي چې له حکومته میدانونه او ښارونه ونیسئ.
خو ښارونه او هوایي میدانونه په سپینه کودتا نه نیول کیږي، په جګړه به یې نیسې. د دې رزیل مطلب دا دی چې ښار ته جګړه راوړئ او خلک ووژنئ. دلیل دا بیانوي چې رسنۍ له دولت سره دي، کرۍ ورځ به ستا په اړه تبلیغ او پروپاګند کوي، نوموړی د یو استاد په حیث په افغانستان کې د وینو د روان سېلاب نه شرمیږي، تر ټولو جالبه خبره دا ده چې همدغه ځلاند په رسنیو کې د سولې نارې وهي او پر فېسبوک لیکي چې یا ربه سوله او یا ربه اوربند! نوموړی ځان ظاهراُ ځان د سولې فعال معرفي کوي خو دا دی اصلي څېره یې اوس معلومه شوه چې د پردې شاته څومره د افغانانو د وینو تږی دی.
نوموړی د دې پر ځای چې د پوهنتون د یو استاد په حیث طالبانو ته د افغانانو پیغام او زاری ورسوي چې سوله او اوربند وکړي، برعکس د جګړې د زیاتولو خبره ورته کوي، خو طالبانو ته دا مشوره نه ور کوي چې اوربند به مشروط وي، د اوربند په موده کې به ادبیات سوله ییز وي، ګردي مېزونو کې به د طالب غیبت نه کیږي، پروپاګند به نه وي او پېغورونه به نه وي.
ځلاند خو باید د یو ځوان او د پوهنتون د استاد په حیث طالبانو د نرمښت خبرې کولای او دوی یې هڅولي وای چې د سولې لپاره را منځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي، خو دا د افغانستان بدبختي ده چې د یو علمي او اکاډمیک ځای کارمند او د پوهنتون استاد ترورېزم پالي، په جګړه ټینګار کوي او د افغانانو له اوسني حالت حیا نه ورځي، د هغه امتیاز او معاش څخه حیا نه ورځي چې حکومت یې ور کوي او د دغه ملت له هغه پیسو حیا نه ورځي چې د ده په تعلیم مصرف شوي دي.
دی دومره مکار دی کله چې پوی شو، بیا وایي دا ۵ کاله پخوانۍ د یو شخصي مجلس کیسې دي. دی رزیل فکر کا چې مونږ واښه خورو. ۵ کاله مخکې خو هیڅ د سولې او اوربند بحث مطرح نه وو نو تا دا خبرې بیا د کوم اوربند په اړه کړي دي؟ بله دا چې ۵ کاله مخکې خو ته د دولت او غني ثناخوان وې نو هغه وخت خو ستا له طالب سره یارانه نه وه نو بیا مونږ دا خبرې په کوم دلیل پخوانۍ وګڼو؟
لنډه دا چې ته ډېر رزیل، مکار، موقعه شناس او منافق سړی یې.

Share this page to Telegram

Comments