اورلکیدنې په هند کې 19 کسان وژلي دي

comments 0

2 Views

هندوکش – هندوستان: د هند اني نیوز خبري سرچینه لیکي چې، د یاد هېواد په یو تعلیمي مرکز کې زوروره اورلګېدنه رامنځته شوې او ۱۹ کسان یې وژلي دي.
اورلګېدنه د سورات سیمې په لویدیځ کې په هغه ودانۍ کې رامنځته شوې چې ماشومانو پکې زده کړې کولې. ‌
چارواکي وایي له اورلګېدنې سره سم خلکو زده کوونکي لیدلي چې له همدې ودانۍ یې ځانونه لاندې غورځولي دي. تر اوسه د اورلګېدنې کره لامل مالوم نه دی.
د قربانیانو عمرونه تر شلو کلونو کم ښودل شوي. د پېښې شاوخوا ۲۰ ټپیان د ګجرات یوه روغتون ته لېږدول شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments