اوربند ته د افغانانو بې صبره انتظار / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغانانو په جګړه کې څلويښت کاله پوره شول، پوره څلويښت کاله وړاندې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ او له هغې ورځې په افغانستان کې د جګړې اور بل شوی چې تر نن نه دی مړ شوی او دوام لري.
دې جګړې میلیونونه انسانان وخوړل، ټپیان یې کړل، معیوب یې کړل، بې کوره یې کړل، مهاجر یې کړل، خو د جګړې سوداګر نه په ویجاړۍ او نه هم په وینې تویدنې موړ شو.
دې جګړې له هغې ورځې استخباراتي اړخ نیولی او تر نن افغانان په یو او بل نوم باندې خپل منځ کې یو بل وژني او هیڅ نه پوهیږي چې دې جګړې څومره بربادي راوستې او ګټه یې چاته ده.
اوس چې افغانان سولې ته نسبي زیات خوشبین شوي او تمه شته چې دا پروسه به بریا ته ورسیږي، د هغې ورځې په تمه دي چې یو افغان هم و نه وژل شي.
افغانان د یوې ورځې اوربند ته هم څڼې اچوي او یوه ورځ چې پرته له ګواښ تیره کړي دا ورته غنیمت ښکاري.
لامل دا دی چې اوسني پنځوس کلن ثبات کې ژوند نه دی کړی، ږیرې یې سپینې شوې خو د داسې ورځې په تمه مړه کیږي چې یوه ورځ به سوله وشي او جګړه به پای ته ورسیږي.
افغانان تر بل هر چا ډير د زړه سوې وړ دي او سولې ته تندي اخیستي دي، افغانان د جګړې لامل نه بلکې د قرباني دي.
طالبان چې د جګړې لامل دي او اتلس کاله یې په یو او بل نوم افغانان ووژل اوس یې هم نظامي برخه په جګړه باندې ټینګار کوي.
طالبان ځکه سولې ته لیوال نه دي چې پوهیږي، که خپل پخوانی نظام یې نه وي په ولسواکه نظام کې دوی یوه څوکۍ نه هم شي ګټلی او نه واک لاس ته راوړلی شي.
طالبانو نظامي برخې ټینګار همدا دی که سوله کیږي هم په دې شرط دي وشي چې بیا طالبانو نظام وي او په خلکو پسې یې کوتک او ټوپک راخیستی وي او دیکتاتوري وکړي، خو خلک هیڅکله نه غواړي چې تېر ته وګرځي.
افغان ولس اوس ولسواکي تجربه کړه چې تر ټولو ښه نظام دی او خلک کولی شي واکمنان وټاکي، دا چې څنګه واکمن وټاکي دا په خلکو پورې تړلې ده او طالبان هیڅکله نه غواړي چې خلک دې دومره واک ولري چې د دوی په کار کې دې کار ولري.
طالبانو ته د همدې لپاره امکانات ورکول کیږي چې اوسنی نظام بیخي له منځه یوسي او یو ځل بیا طالبانیزم پیاده کړي، هغه نظام چې د هیچا حقوق پکې خوندي نه و او هغه څه چې طالبانو غوښتل پر خلکو یې په زور منه.
افغانان سوله غواړي، جګړه نه غواړي، خو سوله په دومره قیمت نه غواړي چې ټول عمر یې بیا دوزخ کې تیر شي.
سوله داسې غواړي چې یو منلی نظام او سیستم رامنځ ته شي چې دیکتاتوري پکې نه وي، غلامی پکې نه وي او خلک واک ولري چې په نظام او دولت کې ځان وګوري.

Share this page to Telegram

Comments