انګور هم خوراک هم درمل

comments 0

0 Views

د انسانانو د خوراکي اړتيا د پوره کولو لپاره لومړۍ غذا ډوډۍ ، وريژې او د هرهېواد خپل خوراکي حاصلات دي ، چې د دې ترڅنګ ميوې هم په خوراکي حاصلاتو کې پوره ونډه لري .
د کوم هېواد چې د ميوې پيداور زيات وي د هغه سوداګري د نورو هېوادونو پرتله ګټوره وي ؛ ځکه ميوو ته د هر انسان او هر وخت اړتيا وي .
مونږ نن د انګورو يادونه کوو او د يوه ګټور خوراک په توګه يې درپېژنو .
انګور چې زمونږ هېوادوال يې ښه پيژني او زمونږ د هېواد ځانګړې ميوه ،او پوره ځانګړتيا يې په دې کې ده ، چې هم لمده او هم وچه ميوه ده ، چې په دواړو صورتونو کې يې بېلا بېلې ګټې پرتې دي .
د انګور استعمال دوه ګټې لري؛ له يوې خوا بدن نرم او غښتلی کوي له بلې خوا د بدن پړسوب له منځه وړي، هغه نسان چې بدن يې پړسيدلی وي، په ورځ کې دې يو ځل يا يوه ورځ پس د انګورو خوراک ته دوام ورکړي د بدن چربي به يې له منځه لاړه شي.

په ځانګړې توګه هغه واړه ماشومان چې عمر يې له دوه کالو لوړ وي که انګور ورته په دوامداره توګه ورکړل شي د بدن غړي به يې غښتلي وي.
د انګورو استعمال د وچې ميوې په شکل کې هم زيات ګټور دی ، چې زمونږ هېوادوال يې د چايو سره او هم ميلمه پالنه کې د سهار د چايو پرمهال استعمالوي ، که د شپې لخوا په يوه ګيلاس اوبو کې تر ۵۰ دانو وچ مميز واچول شي سهار به نهار تر اوبو وروسته يې دانې هم وخوړل شي د بدن او به به يې کاملا پوره وي هم به يې د زړه طاقت او د نظر زياتوالی پرځای وي.
طيب پوهان وايي: انګور د يوې خوا ميوه او د بلې خوا غذا او هم وچه ميوه او هم د درمل په توګه استعمالېدی شي .
که حمل داره (اميدواره ) ښځه د اولاد د زېږون د مخه شنه مميز استعمال کړي اولاد به يې له يوې خوا غښتلی او له بلې خوا د کتنې وړ ښکلی وي.

Share this page to Telegram

Comments