انګلستان نیوزیلند ته په ماتې د کرکټ 2019 کال اتلولې خپله کړه

comments 0

375 Views

هندوکش – انګلستان: نیوزیلنډ چې لومړې توپ وهنه پیل کړه سیال ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ او انګلستان لوبه ور مساوي کړه، خو کله چې خبر سوپر اوور یا شپږ باله اضافه لوبې ته ورسېده انګلستاني ټیم نیوزیلنډ ته ماته ورکړه.
په سوپر اوور کې انګلستان لومړی بيټنګ وکړ او نيوزيلنډ ته يې د ۱۶ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې نيوزيلنډۍ لوبډلې ۱۵ منډې وکړې او په سوپر اوور کې هم لوبه مساوي شوه.
خو د کرکټ د قوانينو له مخې انګلينډۍ لوبډله په سوپر اوور کې د ډېرو څلوريزو وهلو له امله بريالۍ شوه.
په سوپر اوور کې انګلينډي لوبغاړو دوه څلوريزې خو نيوزيلنډي توپ وهونکو بيا يوه شپږيزه ووهله.
انګلستان د کرکټ بنسټګر هېواد دی او دا یې لومړی وار دی چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې اتلولي خپلوي.
د کرکټ ۱۲ پړاوه نړيوال جام سيالۍ د لسو هېوادونو په ګډون چې افغانستان هم په کې شامل و د جون په ۳۰مه په انګلستان او ويلز کې پيل شوې وې چې د جولای په ۱۴ د کوربه انګلستان په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments