انګلستان شل اوریز لیګ کې راشد خان بولۍ ته وړاندې کیږي

comments 0

55 Views

هندوکش – انګلستان: انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د سلو توپونو لیګ به د راروان ۲۰۲۰ م کال په انګلستان کې پیل شي او د لوبغاړو بولي به نن د انګلستان پر وخت د ماښام په اووه بجو ترسره شي.
د انګستان کرکټ بورډ وایي، په ېاد لیګ به هره لوبډله درې، درې لوبغاړي د انګلستان له ملي لوبډلې څخه اخلي او دوه دوه لوبغاړي به انګلستان د کلیوالو او نورو سیمو څخه اخیستل کېږي او د یو لوبغاړي کم قیمت به ۴۰ زره یورو وي او لوړ قیمت یې بیا تر یو لک یورو پورې راسیږي.
په دغه لیګ کې به ۲۵ بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې کېږي، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان هم پکې دی.
انګلستان کې د ویټالیټي بلاسټ په نوم شل اوریز لیګ چې هر کال ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په کې راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمن هم په بېلابېلو لوبډلو لپاره لوبه ترسره کوي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments