انګرېز نجومي وايي، ټرمپ به سږ کال ووژل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – انګلستان: یو مشهور انګرېز نجومي وړاندوینه کړې چې د نوستراداموس د متونو په اساس به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال ترور او ووژل شي.
دغه انګرېز نجومي کریګ پارکر انګلیسي ایکسپرس ته ویلي، د ۲۰۱۹ کال په تړاو یې له نوستراداموس متونو څخه وړاندوینې را ایستلې دي.
نوموړی وايي، د دغو متونو په اساس دعوه کولی شي چې ټرمپ به سږ کال ووژل شي او منځني ختیځ کې به یوه لویه جګړه پیل شي: (( زه په باور سره وایم چې سږ کال به له روسیې سره هم اړیکو کې د امریکا ژور بدلونونه راشي.))
نوستراداموس چې اصلي نوم یې میشل دو نوسترې دام و، د شپاړسمې پېړۍ نوموتی عطار او نجومي و چې د ډېرو تر سره شویو جګړو او پېښو په اړه یې وړاندوینې رښتیا شوې دي.
سرچینه: ټاند

Share this page to Telegram

Comments