انټرنیټي پوښښ زیاتیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مخابراتو وزارت له پوهنې وزارت سره هوکړه وکړه چې ښوونځیو او پوهنتونو ته د انټرنیټ د لیږد لړۍ پیلوي.
دا وزارت به د پوهنې وزارت په همکاری لومړۍ کابل او وروسته د نورو ولایتونو ښوونځي او پوهنتونونه له انترنیټ برخمن کړي.
د مصون انټرنیت ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د انټرنیټ په کارونکو نیوکه شوې چې مثبته ګټه ترې نه پورته کوي.
د مخابراتو وزارت وایي، د انټرنیټ ځینې کاروونکو خلکو ته سپکې سپورې وايي او ځینې یې بیا نجونې او ښځو ته ازار ورکوي.
مخابراتو وزارت دغه راز ډاډ ښودلی چې ژر به د انټرنیټ بیې راټيټې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments