انوشکا شرما څنګه د راشد خان مېرمن شوه؟

comments 0

1 Views

که ګوګل وپلټئ چې د راشد خان مېرمن څوک ده، نو پايله به يې انوشکا شرما وي.
انوشکا شرما د باليووډ سېنما اداکاره ده او د هندوستان کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي مېرمن ده چې په افغانستان کې هم ډېر مينه‌وال لري.
انوشکا مشهوره څېره ده او ويرات هم په نړيواله کچه په ميلیونونو مينه‌وال لري نو بيا ولې ګوګل انوشکا د راشدخان مېرمن ښيي، په داسي حال کې چې انوشکا هندۍ ده او راشد افغان دی.
تاسو همدا اوس ګوګول کې Rashid khan wife وليکئ او پايله يې وګورئ.
اصلي کيسه داسې ده:
د کرونا وېروس د قرنطين پرمهال راشدخان له خپلو مينه‌والو سره په انسټاګرام کې بانډار کوی، مينه‌والو ترې پوښتنې کولې او راشد يې ځوابونه ورته ويله.
يو مينوال يې د راشدخان څخه پوښتنه وکړه چې په باليووډ کې يې د خوښې ښځينه اداکاره څوک ده،چې د راشدخان ځواب ورته انوشکا شرما او پريتي زينتا وه.
د راشد دا خبر هندي رسنيو خورا ډېر وشاربی، دومره چې ګوګل يې لا متاثره کړ او داسي انګېري چې راشد او انوشکا به د يوبل سره خپلوي لري.
راشدخان تر اوسه کوزده لا نلري، دی پدې باور دی که افغانستان نړيوال جام وګټي نو بیا به دی واده کوي.

Share this page to Telegram

Comments