انلاین پاسپورټ اخیستو خدمات پرانیستل شول

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت له مخابراتو وزارت سره په ګډه د پاسپورت اخستو انلاین خدمتونه پرانستل.

په ې سیستم سره به مراجعینو ته د پاسپورت اخستل اسانه شي او له فساد سره مبارزه کې پوره همکاري کولی شي.

له دې سره یو ځای د ترافیکي سیستم برښنایي کیدو کارونه هم اتیا سلنه بشپړې شوې او ډير ژر به یې ازمایښتي کارونه پیل شي.

د مخابراتو وزارت وایي، د ولسمشر په لارښوونه برښنایي حکومتولۍ باندې کار کوي چې د بیروکراسۍ مخه ونیول شي.

کورنیو چارو وزارت له مخابراتو وزارت غوښتي چې په نورو برخو کې هم همکاري ورسره وکړي چې د فساد مخه ونیول شي او کارونه ساده او اسان شي.

Share this page to Telegram

Comments