انلاین درملنه پیل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت خبر ورکړ چې افغانستان کې په انلاین ډول د ناروغانو درملنه پيل شوه.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، اوس ناروغان کولای شي په موبایل او یا کمپيوټر کې د سلام ژوند پروګرام په درلودلو سره هر کله د هرې ناروغي درملنه له کوره هم وکړي.
د سلام ژوند په نوم نوی سافټ ویر نن د روغتیا وزیر پرانیست چې د اوس لپاره به دوه رغتونونو کې او له دې وروسته به نورو روغتونونو ته پراخ شي.
دې سافټ ویر ته په دننه کیدو سره کولای شی چې روغتون په نخښه کړی، بیا د خپلې درملنې کټه ګورۍ ته لاړ شئ او هلته ډاکټر ته خپل تکلیف ووايي، نو ځواب به ترلاسه کړئ
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *