انسان ته د لبلبو ګټې

comments 0

0 Views

تازه څېړنو څرګنده کړې ده، چې د لبلبو جوس د زړه د حملې ناروغانو ته له حملې وروسته ورکول زړه ته خوار ګټور دي، ځکه په لبلبو کې يوه ستره اندازه نايټريټ موجود دي.
د واشنګټن په «سکول آف ميډيسن» کې شوې يوې څېړنې ښودلې ده، چې جوس له څکلو سمدستي وروسته په دوه ساعتو کې دننه دننه پر زړه غوره اغېز کوي.
له دې وړاندې پر لوبغاړو په شوې تجربه کې څرګنده شوې وه، چې د هغو کسانو کار ۱۳ سلنه غوره والی موندلی و، چې د لبلبو جوس يې څکلی و، روغتياپوهانو وروسته دغه جوس پر هغو ناروغانو وازمويه، چې د زړه حملې پرې تېرې شوې وې.
له څېړنې سره سم ۹ ناروغانو په پر له پسې ډول د لبلبو جوس وڅکه، چې په دوه ساعتو کې دننه يې د زړه په کار کې غوره والی راغی.
د روغتياپوهانو په وينا لبلبو په دستي توګه د وينې لوړ فشار کنترولوي او د زاړه عمر د خلکو لپاره هم ډېر ګټور دی.

Share this page to Telegram

Comments