انساني جوهر / سمیع الدین افغاني

comments 0

1 Views

یـوه ورځ پاچا، وزیر سره خـلوت کې
پلار خبر یې کړه رایاد غمجن حالت کې

ویل : زلمی وم پلار بــه تل راتـه ویل
چې ته نــه بــه شې سړی ، تل وه رټل

اوس خو دا دی پاچا شوی یم نامداریم
کاشکې پلار مې وای ژوندی په اقتداریم

که پلارجان مې وای ژوندی په دا جهان
اوس بــه وای پــه خپل خبرې پښیمان

اوس پاچا یم اقتدار مې شته شهرت هم
هم می زر شته هم جایداد لرم عزت هم

په جواب کــې وزیـر وویل : علی شانه
دا ارمان بــه دې پــوره شي مهربانه

پلار دې اوس هم لا په کلي کې اوسیږي
دې زوړ شوی د راتلو وس یې نه کیږي

درباریانو سره لاړ شه پلار تــر کلي
وزیران ځان سره بــوزه نور ښاغلي

پلار چې وګوري دا تاج د ستا په سر
درباریان هم پــه تعظیم یې د پسر

چی بیا وګوري دا ستا شان او شوکت
شي به پوه چې اوس پاچا دی با عزت

شې پیښمانه بیا بــه واخلي خپل خبر
بیا بــه ووایي سړی شوې اوس پسر

شوه پاچا تــه د وزیــر خبره غوره
شو راضي د خپل وزیــر پدې خبره

درباریان یې خپل دربار کې کړل حاضر
پلار تر کلي د تلو امر یې کړ صادر

پاچا سپور په قوی اسپ شو معلومدار
زین د زرو نعــل د زرو ښــه بیدار

دی شو مخکی لښکریان راتله تر شا
ټــول ولس یې اقتدار پــه تماشا

کوم ګړۍ چې پاچا کلي ته نژدې شو
کلي څنګ ته قرارګاه په جوړیدو شو

امر یې وکړلو سپاهیانو ته پاچاه
لاړ شئ راولئ یې پلار تر قرارګاه

سپاهیان په منډه لاړل پلار تر کوره
په زحمت یې زوړ پلار راوسته کمزوره

پلار چې ولیده خپل زوی په اسپ دی سپور
دی په مخ کې دی ولاړ ورته بې زور

بیا پاچا وویل پلارته په دا شان
زمان تا ویل : سړی به نشم هیڅ

دادی زور لرم هم زر شته، اقتدار
ها خبر دې بیرته واخله ګرانه پلار

تا به تل راته ویل نه سړی کیږې
اوس پاچا یم حقیقت دی که پوهیږې

پلار ویل چې مبارک دې پاچاهي شه
دا شوکت دې مقتدرهم د شاهي شه

کوم خبره چې پرې زه لرم اسرار
چې ته نه به شې سړی وایم تکرار

که سړی واې ته راغلی به وې کور ته
د زوړ پلار او د ځوانی د وختو لور ته

ته د اسپ په سر یې سپور درته ولاړ یم
اوس لا هم ځانله سړی وایی نامدار یم

پاچا کوز شو د خپل اس نه هغه ان
د خپل پلار پښو ته پریوت علیشان

ویل: چې پلاره تا رښتا کړی وینا ده
انسانیت نه په کوم تخت نه په دونیا ده

ویل : بښنه درنه غواړم ګرانه پلاره
اوس دې پوه کړم سړیتوب په اصلي لاره

پلار یې ونیو پاچاه محکم تر لاس
د پلار کور ته شو داخل ډیر په اخلاص

انسانیت د سړي زیب دی هم جوهر دی
انسانیت نه په پیسو دی نه په زر دی
———————————
۲۷ – ۱ – ۲۰۲۰
م ۰ کال

Share this page to Telegram

Comments