اندونیزیا کې سیلانیان بند پاتې دي

comments 0

121 Views

هندوکش – اندونیزیا: د اندونیزیا د لمبوک ټاپو په هوايي ډګر کې ۱۰۰۰تنه سیلانیان بند پاتې دي.
دغو سیلانیانو وروسته له هغې د تیښتې هڅې پیل کړې چې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې او زرګونه کسان یې زیانمن کړل.
لمبوک کې چارواکي وايي د ریکتر په کچې دغې ۷ درجې زلزلې، وروسته ۱۰۰ کوچني ټکانونه درلودل.
د هغو سیلانیانو ترمنځ یوازې سل تنه یې د چین هیواد اوسیدونکي دي.
د اندونیزیا د لمبوک او بالي ټاپوګانو د تیرې ورځې د زلزلې قربانیان ۹۸ ته پورته شوی دی.
په دغه زوروره زلزله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۲۰۰ زیات ژوبل دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments