اندونیزیا کې زوروره زلزله شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – اندونیزیا: اندونیزیا کې د ریکتر په کچه ۷ درجې زورورې زلزلې ۱۴۲ تنه مړه کړل او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.
په دغه زلزله کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د ژغورنې چارواکي سیمې ته رسیدلي او د هغو کسانو د ویستلو هڅه کوي چې د خاورو لاندې بند پاتې دي.
له زلزلې وروسته په دغه ټاپو کې د سمندري توپانونو خبرداری هم ورکړل شوی چې خلک یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي او برېښنا هم پرې شوې ده.
تېره اونۍ هم په لومبوک ټاپو کې زلزلې ۱۶ کسان ووژل.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments