اندونیزیا کې د سولې په تړاو کنفرانس جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – اندونیزیا: د سولې عالي شورا وايي٬ اندونیزیا کې د سولې کنفرانس د افغانستان او د اندونیزیا د علماوو له لورې جوړیږي چې څنګه کیدای شي د افغانستان د سولې پروسې سره مرسته وکړي.
د دواړو هیوادونو د علماوو له کنفرانس وروسته به په یاد هیواد کې د تروریزم په برخه کې د نړۍ د علماوو کنفرانس هم جوړ شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د سولې شورا او یوه ډله علماء اندونیزیا ته تللي و او بیا د هغه هېواد علماء افغانستان ته راغلل او د افغانستان د ثبات لپاره یې سلا مشورې وکړې.
په تېرو غونډو کې چې لوړرتبه علماوو پکې ګډون کړی و، د افغانستان جګړه یې ناروا یاده کړې وه چې د اسلام په نوم ترهګرې ډلې د اسلام د بدنامولو لپاره کار کوي.
دا ځل کنفرانس به هم په همدې تړاو وي چې څنګه کیدای شي وسله والو ډلو ته پیغام ورسوي چې د افغانانو پروړاندې جګړه په اسلام کې هیڅ جواز نه لري او باید د جګړې پر ځای په سوله تمرکز وشي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *