اندونیزیا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر زیات شو

comments 0

0 Views

هندوکش – اندونیزیا: د اندونیزیا په پالو کې د تیرې ورځې له سختې زلزلې وروسته زیات کوچني ټکانونه هم شوي.
په دغه زلزله کې د مرګ ژوبلې شمیره هم لوړه شوې ده.
سونامي کې د مړو شمیر ۴۲۰ او د ژوبلو شمیر ۵۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.
په پالو ټاپو کې د تیرې ورځې د دغې زلزلې له امله اوس هم لسګونه کسان لادرکه دي.
راپورونه وايي لسګونه جسدونه اوس هم په سړکونو پراته دي او د ټپیانو درملنه په لنډمهالو خیمو کې کیږي ځکه روغتونونه هم ویجاړ شوي دي.
چارواکي وايي امکان لري چې مرګ ژوبله تر دې هم لوړه شي ځکه وروستي مالومات لا څرګند نه دي.
په ۲۰۰۴ کې هم اندونیزیا کې سختې سونامۍ ۱۲۰ زره کسان مړه کړي و.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments