اندونیزیا کې الوتکه غورځیدلې

comments 0

91 Views

هندوکش – اندونیزیا: اندونیزیا کې یوه الوتکه غورځيدلې چې ۱۸۹ تنه په کې سپاره وو.
د لاین هوايي شرکت ۷۳۷ بوینګ الوتکه هغه مهال نسکوره شوه چې له پلازمینې جاکارتا څخه سوماترا ټاپو ته پر لار وه.
د اندونیزیا د ژغورنې ایجنسۍ ویاند د الوتکې د نسکوریدو د خبر پخلی کړی.
د هوايي چلند چارواکي وايي له الوتکې سره یې وروستۍ اړیکه ۶ نیمې بجې شوې ده.
هوايي ډګر کې مسوولینو ویلي، الوتکه له پرواز ۱۳ دقیقې وروسته نسکوره شوې خو لا د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کوي.
ویل کیږي چې د ژغورنې ډلې د نسکوریدو سیمې ته رسیدلي او ځینې نښې یې موندلې دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments