اندونیزیا د علماوو بله ناسته جوړوي

comments 0

0 Views

هندوکش – اندونیزیا: د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په سعودي کې له ولسمشر غني سره لیدلي او د سولې پروسه کي يې د همکاریو ډاډ ورکړی.
په دې لیدنه کې ولسمشر افغان سوله کې د اندونیزیا رول مهم یاد کړی او د لازیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې.
ولسمشر سولې پروسه کې د اندونیزیا له هڅو مننه کړې او باور یې ښودلی چې د اندونیزیات له تجربو ګټه اخیستنه به افغانستان کې موثره تمامه شي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودیا ژمنه کړې د میرمنو د یو کنفرانس تر څنګ به د علماوو یوه بله غونډه راوبلي چې د افغانستان په وضعیت به خپل دریځ روښانه کړي.
اندونیزیا دغه راز ټاکنیز سیستم جوړولو کې هم له ولسمشر سره ژمنه کړې چې همکاري به وکړي او خپلې تجربې به له افغانانو سره شریکې کړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments