اندرابي لوی څارنوالۍ ته معرفي شو

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس عبدالغيور اندرابي لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شو.
حکومتي سرچينې وايي، اندرابي له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی دی.
يوې باوري حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، رسنیو ته ویلي، چې عبدالغيور اندرابي د ولسمشرۍ ماڼۍ په لارښوونې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی.
په لويه څارنوالۍ کې هم يوې باوري سرچينې تاييد کړې چې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس له دندې د ناوړه ګټه اخیستنې په تور دوی ته ور پېژندل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رييس عبدالغيور اندرابي په اړه قضيه تر څېړنې لاندې ده او جزئيات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.
خو د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments